تازه خبرونه

ظاهر قدير د ولسي جرګې لومړی مرستيال وټاکل شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ظاهر قدیر د ولسي جرګې د لومړي مرستیال تر ټاکل کېدو وروسته حکومت پر دې تورن کړ چې د ولسي جرګې په چارو کې مداخله کوي.

هغه په حکومت کې پنځمې ستنې ته خبر داری ورکړ او ويې ویل چې دوی بریالي نشول چې د ملت د استازو نظر واړوي. هغه په ټینګار سره وویل چې د داعش پر وړاندې به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي. خو ولسمشرۍ ماڼۍ بیا دا څرګندونې په کلکه رد کړې او ویې ویل چې حکومت هېڅکله د ولسي جرګې په چارو کې لاسوهنه نه ده کړې.

ولسی جرګې د اداري پلاوي او په ځانګړي توګه د لومړي او دویم مرستیالي له پاره څلور ورځې ټاکنې وکړې خو په څلورمه ورځ یوازې پر دې بریالي شول چې ظاهر قدیر د ولسي جرګې د لومړي مرستیال په توګه وټاکي.

د ولسي جرګې رییسعبدالرووف ابراهیمی وایی: “د ظاهر قدیر تاییدی رایه ۱۳۸ او د همایون همایون ۳۶ رایې دي چې ظاهر قدیر د لومړي مرستیال په توګه وټاکل شو.”

د ولسي جرګې لومړي مرستیال بیاحکومت تورن کړ چې د اداري پلاوي په ټاکنو کې یې مداخله کوله خو خپلې موخې ته ونه رسېدل.

دولسي جر ګې لومړی مرستیالظاهر قدیر وایی: “پنځمې ستنې ته خبرداری ورکوم چې خپل تیاری دې ونیسي،ټول زور يې وواهه خو دملت د استازو نظر يې بدل نه کړای شوای او زه دا اعلان کوم چې له داعش سره به خپلې مبارزې ته دوام ورکوم.”

په ولسي جرګه کې د خوست استازی همایون همایون وایي: “زما هدف دا نه دی چې دې څوکۍ ته ځان کاندید کړم زموږ مبارزه له حکومت سره وه چې په ولسي جرګه کې يې لاسوهنه کوله. ولسمشر او نوروته وایم چې کوښښ ونه کړي چې د پارلمان په چارو کې مداخله وکړي.”

د ولسمشر دویاند مرستیالظفر هاشمي وایي: “دا څرګندونې ردوو ځکه چې حکومت هېڅ کله د ولسي جرګې په چارو کې مداخله نه ده کړې او نه يې هم کوي.”

خو ولسي جرګې په څلورو ورځو ټاکنوکې پر دې بریالۍ نه شوه چې د ولسي جرګې دویم مرستیال وټاکې. په پام کې ده چې د یکشنبې په ورځ به ددغه څوکۍله پاره هم ټاکنې وکړي.

خبريال: عبدالعزیز کریمي

Trending

Exit mobile version