سیمه ییز خبرونه
عاصم ملک د آی اس آی نوی مشر وټاکل شو
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ دا کار په داسې حال کې کیږي، چې د دې دفتر سیاسي رول تر جدي څارنې لاندې دی. د آی ایس آی یو پخوانی مشر د پخواني لومړي وزیر عمران خان د سیاسي موخو د ملاتړ پر تور نیول شوی او زنداني دی. عمران خان ادعا کوي، چې دا اداره د هغې د اوسني مشر نويد انجم پر مشرۍ د ده پر ضد کارول کېږي.
د راپورونو له مخې؛ محمد عاصم ملک د پاکستان د استخباراتي ادارې ISI د نوي مشر په توګه ټاکل شوی دی.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ دا کار په داسې حال کې کیږي، چې د دې دفتر سیاسي رول تر جدي څارنې لاندې دی. د آی ایس آی یو پخوانی مشر د پخواني لومړي وزیر عمران خان د سیاسي موخو د ملاتړ پر تور نیول شوی او زنداني دی. عمران خان ادعا کوي، چې دا اداره د هغې د اوسني مشر نويد انجم پر مشرۍ د ده پر ضد کارول کېږي.
څو لوړ پوړیو قاضیانو هم قاضي القضات ته په یوه لیک کې تور لګولی، چې د آی ایس آی کارمندانو د خان پر ضد په دوسیو کې پر دوی فشار راوړی ړی.
رویټرز راپور ورکړی، چې مالک دا مهال په اردو کې د قومندان په توګه دنده ترسره کوي او د امریکا د فورټ لیوینورت پوځي اډې څخه فارغ شوی دی.
نوموړی به د سپټمبر پر دېرشمه د آی ایس آی د مشر په توګه کار پیل کړي.
د آی ایس آی د مشر پوست په پاکستان کې یو له معتبرو پوستونو څخه دی، چې د کورني سیاست، پوځ او بهرنیو اړیکو په سر کې ځای لري.
د غه راز د آی ایس آی مشر په تخنیکي توګه لومړي وزیر ته راپور ورکوي، چې د لوی درستیز لخوا اداره کیږي.
په ۲۰۲۱ کال کې د آی ایس آی د مشر د ټاکلو پر سر د عمران خان او پوځ ترمنځ کړکېچ داسې انګیرل کیږي، چې له لوړ پوړو جنرالانو سره د شخړې لامل شوی او بیا څو میاشتې وروسته یې د لومړي وزیر په توګه له دندې ګوښه کړ.
د پاکستان پوځ، چې پر قاضیانو د فشار راوړلو یا په سیاست کې د هر ډول رول ردوي؛ له ۱۹۵۸ کال راپدېخوا یې درې لسیزې پر پاکستان او د حکومت پر مهمو برخو واکمني کوي.