سیمه ییز خبرونه
عالمي بلخي: يو شمېر رسنۍ د ځانګړو نوماندانو په پلوۍ خپرونې كوي
د ولسمشرۍ لپاره د نوماند ګل اغا شېرزى لومړى مرستيال عالمي بلخې د هېواد په يو شمېر رسنيو تور لګوي، چې د ځانګړو نوماندانو پلوي كوي، نوموړى همدارنګه وايي، دغه رسنۍ داسې نظر پوښتنې تر سره كوي، چې له حقيقت څخه لري دي او يوازې د خلكو ذهنونه مخشوش كوي.
په پام كې ده تر راتلونكو څو مياشتو پورې په افغانستان كې يو ډېر مهم سياسي بهير يعنې ټاكنې تر سره شي، په همدې حال كې د ولسمشرۍ لپاره د نوماند محمد شفيق ګل آغا شېرزي لومړى مرستيال عالمي بلخې پر يو شمېر كورنيو رسنيو تور لګوي، چې د ځانګړو نوماندانو په پلوى خپرونې كوي.
نوموړی همدارنګه زیاتوي، دغه رسنۍ د يو شمېر نوماندانو په پلوۍ داسې نظر پوښتنې تر سره كوي، چې له حقيقت څخه لرې دي او غواړي په دې كار سره د خلکو ذهنونه مخشوش كړي.
نوموړى خبر دارۍ وركوي، چې كه يادې رسنۍ خپلو دغو سرغړونو ته دوام وركړي نو د دوى له خوا به د اطلاعاتو او كلتور وزارت د رسنيو د سرغړونې كميسيون لويې څارنوالۍ ته وروپېژندل شي.
هغه همدا راز له رسنيو څخه غواړي تر څو خپل رسالت ادا كړي او په ټاكنو كې د نورو بنسټونو په شان بې پرې پاته شي او داسې خپرونې وكړي تر څو د ټاكنو په باب د خلكو ليوالتيا زياته شي نه دا، چې د دغه بهير به باب د خلكو ذهنونه مخشوش شي.