روغتيا

عبدالباري عمر په افغانستان کې د یونسیف د روغتیایي برخې له استازې سره وکتل

Published

on

(Last Updated On: تله ۲۵, ۱۴۰۲)

د افغانستان د خواړو او درملو ملي ادارې چارسمبالي عبدالباري عمر پرون دوشنبه د تلې ۲۴ نېټه د افغانستان لپاره د یونیسف ادارې د روغتیایي برخې له مشرې فوزیه شفیق او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

د خواړو او درملو ادارې څرګنده کړې: په دې لیدنه کې عبدالباري عمر دغه پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ ویلي، که غواړئ، چې په افغانستان کې د ناروغیو مخه ونیول شي او افغانان له بهرني احتیاجه خلاص شي؛ نو باید د خواړو او درملو له ملي ادارې، چې یوه غیر سیاسي اداره ده ترې هر اړخیز ملاتړ وشي. په ځانګړې توګه دې ورته لابراتوارونه جوړ شي؛ ځکه، چې لابراتوارونه د درملو او خوراکي توکو خوندیتوب او کیفیت تعینوي.

د دې ملي ادارې د څرګندونو له مخې؛  د یونیسف ادارې د روغتیا د برخې مشرې او مل پلاوي د خواړو او درملو ملي ادارې لپاره د یادې ادارې د مشرتابه فعالیتونه وستایل او څرګندوي، چې دې ادارې په ډېر کم وخت کې د پام وړ پر مختګ کړی دی.

هغې دې ملي ادارې ته د هر اړخیزې همکارۍ د ډاډ تر څنګ څرګنده کړې، چې دوی د افغانستان په هر راز شرایطو کې پاتې کیږي او د افغانستان د خلکو تر څنګ به ولاړ وي.

د ناستې په څنډه کې یاد پلاوي ویلي، چې یونیسف او نورو اړوند بنسټونو د افغانستان د درملو له داخلي سرچینو څخه د درملو اخیستلو لپاره یوه سروې کړې، چې له مخې به یې د داخلي درملو او سرچینو څخه استفاده وکړي.

ویل کیږي، چې عبدالباري عمر په دې اړه ټينګار وکړ، چې هر راز سروې باید د خواړو او درملو له ملي ادارې سره پر همغږۍ ترسره شي او له هغه شرکت یا کارخونې څخه درمل واخلي، چې د خواړو او درملو ملي ادارې له معیارونو، اصولو او قوانینو سره برابره وي.

Trending

Exit mobile version