تازه خبرونه
عبدالجبار نعيمي د لغمان والي په توگه ټاکل شوى
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د سيمه ييزو ارگانونو خپلواکې ادارې له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړى د دې ادارې په وړانديز او د ولسمشرۍ مانۍ په منظورۍ د لغمان ولايت د والي په توگه پر دندې گومارل شوی دی.
سرچينه زياتوي، نعيمي د شاوخوا درې کلونو لپاره د وردگو او پينځه کلونو لپاره د خوست والي په توگه دندې ترسره کړې دي.
له دې وړاندې، فضل الله مجددي د لغمان والي په توگه دنده ترسره کوله.