سیمه ییز خبرونه

عبدالحمید مبارز: د ولسمشر غوښتنې پر ځاى دي خو، دا غوښتنې بايد د سند د لاسليك خنډ نه شي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

افغان ولسمشر وايي، كابل له امريكا سره د امنيتي سند د لاسليك لپاره له يو لړهغو فشارونو سره مخامخ دى، چې امير عبدالرحمان خان د ډيورند كرښې د لاسليك پر مهال ور سره مخامخ و. د ولسمشر دې  خبرو بېلابېل غبرګونونه را پارولي دي.

د كابل- واشنګټن د امنيتي سند لاسليك د تمې خلاف جنجالي مسئله ګرځېدلې ده. كابل دا امنيتي سند د ډيورند له معاهدې سره ورته بللې.

ولسمشر حامد كرزي په خپلو وروستيو څرګندونو كې د هغو فشارونو په باب خبرې وكړې، چې دى ور سره مخ دى.

ولسمشر وويل، د دې سند د لاسليك لپاره د امريكا له لوري پر كابل راغلي فشارونه له هغو فشارونو سره ورته والى لري، چې امير عبدالرحمان خان په ۱۸۹۳ ميلادي كال كې د ډيورند كرښې د معاهدې د لاسليك لپاره ور سره مخ و.

نو بايد د دې پوښتنې د ځواب په لټه كې شو، چې آيا په رښتيا هم امنيتي سند د ډيورند له معاهدې سره ورته والى لري؟

میر احمد جوینده د مدني ټولنې فعال وایي:

له يوه كال را په دېخوا كابل او واشنګټن د امنيتي سند پر سر خپلو كې چڼې وهي. د دې امنيتي سند مسوده هم مشورتي لويي جرګې او د مدني ټولنو بنسټونو تائيد كړې. نو د دې سند پر سر د بحث اوږدوالى د څه لپاره؟

د سولې د پروسې عملي پېل او د افغانانو پر كورونو د امريكايي پوځيانو د عملياتو بندېدل د امنيتي سند د لاسليك لپاره د ښاغلي كرزي مهم شرطونه دي او همدا راز نوموړى له امريكا غواړي، چې ترهګري مشخص تعريف وكړي.

عبدالحمید مبارز د تاريخ پوه د كابل دا غوښتنې پر ځاى بولي خو وايي، دا غوښتنې بايد د سند د لاسليك خنډ نه شي.

د كابل واشنګټن امنيتي سند اوس د افغانستان او امريكا په اړيكو كې د كړكېچ ټكى بلل كېږي، دا چې دا كړكېچ به هېواد د نيستي له سقوط سره مخ كړي او يا هم دا، چې بريا به ور په برخه كړي، هغه پوښټنه ده چې وخت به يي ځواب كړي.

Trending

Exit mobile version