سیمه ییز خبرونه
عبدالرحيم وردګ له خپلې کانديداتورۍ تېر شو
د ولسمشرۍ کانديد عبدالرحيم وردګ له خپلې کانديداتورۍ تېر شو. هغه د یکشنبې په ورځ د کب په ٢٥مه، په کابل کې ديوې خبري غونډې پر مهال وويل، پرته له دې، چې د بل کانديد ملاتړ وکړي، دغه پرېکړه يې کړې ده.
د نوموړي په وېنا، له پېل راهيسې يې کمپاينونه کم رنګ وو او په دې برخه کې له خپلو مرستيالانو او ټيم څخه مننه وکړه، چې تر اوسه يې د ده ملاتړ کړى دى.
رحيم وردګ له کانديداتورۍ څخه د تېرېدو لامل په ډاګه نه کړ، خو غوښتنه يې وکړه، چې ټاکنې بايد رڼې ترسره شي.
هغه زياته کړه، څو پورې، چې ژوندى وي د خپل هېواد لپاره به خدمت کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د ولسمشرۍ یو بل کاندید قیوم کرزی له خپلې کانديداتورۍ څخه د زلمي رسول په ګته تېر شو.
همدارنګه وېل کیږي، چې د ټاکنو تر ورځې به یو شمېر نور د ولسمشرۍ نوماندان هم له خپلې کاندیداتورۍ یو د بل په ګټه تېر شي.