سیمه ییز خبرونه

عبدالرشيد دوستم له هغو كسانو، چې د جګړې له دواړو خواوو څخه زيانمن شوي بخښنه وغوښته

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

عبدالرشيد دوستم د افغانستان له خلكو څخه د بخښنې په غوښتو سره د انتقالي عدالت په تمثيل كې له نورو وړاندې شو.

د لوموړي ځل لپاره د هغو كسانو له ډلې، چې په كورنيو جګړو كې يې برخه درلوده يو تن د افغانستان له خلكو بخښنه وغوښته، عبدالرشيد دوستم په خپله يوه وېنا كې له هغو كسانو، چې د جګړې د دواړو خواوو څخه زيانمن شوي بخښنه وغوښته او زياته يې كړه، چې په افغانستان كې هېڅ قوم د د كورنيو  جګړو څخه په امان نه دى پاته او د افغانستان ټول قومونه ربړېدلي دي.

نوموړې په خپله دغه بيانيه كې له نورو هغو كسانو هم، چې په كورنيو جګړو كې ښكېل وو غوښتي تر څو د افغانستان په سياسي بهير كې د نوې پاڼې د پرانيستو له پاره د جګړې له قربانيانو بخښنه وغواړي.

د دوستم له دغې بخښنې ګڼ شمېر شنونكو هركلى كړى دى د پوهنتون استاد سيد مسعود وایی، چې دا ډول بخښنې تر يو حده كولاى شي، چې په كورنيو جګړو كې د زيانمنو کسانو پر زخمونو پټۍ كېږدي.

دوى بخښنه غوښتل يو اخلاقي جرئت بولي او زياتوي، چې نور هغه كسان هم بايد د افغانستان له خلكو بخښنه وغواړي، چې په كورنيو جګړو كې ښكېل وو.

دا په داسې حال كې ده، چې په اويايمه لسيزه كې كورنۍ جګړې د زرګونو ملكي وګړو د وژل كېدو لامل شوې، چې د بشري حقونو يو شمېر نړيوالو بنسټونو په دغو كورنيو جګړو كې ښكېل يو شمېر كسان رهبران د بشري حقونو څخه په سرغړونې او جنګي جنايتونو هم تورن كړي دي.

Trending

Exit mobile version