تازه خبرونه

عبدالرشید دوستم په رسمي بڼه د افغانستان درېیم مارشال شو

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۲۵, ۱۳۹۹)

د افغانستان د شمال په شبرغان ښار کې عبدالرشید دوستم د هېواد د درېیم مارشال په توګه د ملي پوځ وروستۍ رتبه خپله او پر سینه یې وروټومبل شوه.

عبدالرشید دوستم د جنبش اسلامي بنسټګر او د افغانستان په سیاست کې یوه د بحث وړ سیاسي او پوځي څېره او د هېواد د ازبکانو تر ټولو غوره مشر پاتې شوی دی.

د آریانا نیوز په دې راپور کې د عبدالرشید دوستم د ژوندانه بېلابېلو اړخونو او هڅو ته یوه لنډه کتنه شوې او ښايي دا پوښتنه، چې نوموړی څوک او ولې د افغانستان درېیم مارشال شو؛ هم ځواب شي.

دوستم د داکتر نجیب په حکومت کې د هغه ټينګ پلوی و؛ خو په ۱۹۹۱ کې یې له هغه لاره بېله کړه او له مجاهدینو سره یې همکاري پیل کړه.

هغه د برهان الدین رباني د واکمنۍ پر مهال( ۱۹۹۲) له طالبانو سره سختې جګړې وکړې او په کورنیو جګړو کې یې د حزب اسلامي له رهبر ګلبدین حکمتیار سره ملګرتیا وکړه.

پر ۱۹۹۷ کال، چې په افغانستان کې کورنۍ جګړې وې؛ د افغانستان په شمال کې یې د ځان لپاره خپله اداره جوړه او د مالي چارو لپاره یې په بهر کې خپلې ادارې ته افغانۍ چاپولې.

هغه د افغانستان په شمال کې د طالبانو پر خلاف جنګي جبهه هم پرانیستې وه، چې هغه وخت یې  پلویانو د دوستم پادشاه لقب ورکړ.

هغه د طالبانو د واکمنۍ له ړنګیدو را وروسته په دوه زره څلورم  میلادي کال کې د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو ته ځان نوماند کړ؛ خو نهه په سلو کې رایې یې تر لاسه او څلورم ټاکنیز مقام یې خپل کړ.

پخواني ولسمشر حامد کرزي د واک په لومړي پېر کې د پوځ لوی درستیز وټاکه؛ خو دا دنده یې هغه وخت وځنډول شوه، چې د ترکتبارانو د شورا مشر اکبر بای پرې د اختطاف تور پورې کړ.

د دوه زره څوارلسم کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د اشرف غني لومړی مرستیال شو او پر دغه مهال یې د هېواد په شمال کې د طالبانو پر خلاف جنګې لیکې پیاوړې کولې؛ خو پر احمد ایشچي د جنسي تېري پر تور له تورنیدو وروسته ترکیې ته ولاړ او هلته یې پخپله خوښه تبعیدي ژوند روان وساته.

د ولسمشر د لومړي مرستیالۍ پر وخت یې له ولسمشر سره اړیکې ډېرې ترینګلې وې او پر هغه یې کلکې نیوکې هم کولې.

دا داسې مهال و، چې په کور د ننه د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ولسمشر اشرف غني خلاف سیاسي ائتلاف رامنځته او دوستم هم د دغه ائتلاف ملګری او له ترکیې څخه کابل ته راستون شو.

هغه د دوه زره نولسم کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې له ټاکنډلې ملاتړ وکړ او د اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړوونکې ټاکنډلې پر وړاندې یې هڅې چټکې کړې.

کله، چې یادې ټاکنې لانجمنې شوې؛ نو ولسمشر اشرف غني له عبدالله عبدالله سره، چې ولسمشري یې اعلان کړې وه؛ د واک د وېش پر سر سیاسي معاملې او بیا هوکړې ته اړ شو او عبدالله عبدالله د خپلو غوښتنو په نوملړ کې عبدالرشید دوستم ته د مارشالۍ د رتبې ورکولو غوښتنه وکړه او له اشرف غني سره د سیاسي هوکړې له لاسلیک وروسته ولسمشر د هغه د مارشالۍ حکم لاسلیک کړ. په دې هوکړه لیک کې راغلي، چې عبدالرشید دوستم به د دولت عالي شورا او ملي امنیت شورا غړیتوب هم ولري.

 د یادونې ده، چې عبدالرشید دوستم له شاه ولي خان او محمد قسیم فهیم وروسته د هېواد درېیم جنګیالی دی، چې د واکمنو لخوا مارشال نومول شوی دی.

Trending

Exit mobile version