تازه خبرونه
عبدالروف له دوه کلن یرغمل وروسته له خپلې کورنۍ سره یوځای شو
یوولس کلن بلخي عبدالروف، چې دوه کاله مخکې تښتول شوی و؛ نن د افغانستان اسلامي امارت ځواکونو له سړي تښتوونکیو راخوشی او په یولړ مراسمو کې له خپلې کورنۍ سره یوځای شو.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال احمدالله وثیق تائید کړه، چې عبدالروف له دوه کلونو یرغمل کېدو وروسته د شنبې پر ورځ( د غویی ۳ / د اپریل ۲۳ ) د امنیتي ځواکونو له خوا وژغورل شو.
نوموړی د شنبې پر ورځ په بلخ ولایت کې د یو لړ ځانګړیو مراسمو پرمهال خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.
عبدالروف نومی ترکمن ماشوم دوه کاله مخکې د تېرې ادرې د واکمنۍ پر مهال په مزارشريف ښار کې هغه مهال د سړي تښتوونکیو لخوا وتښتول شو، چې ښوونځي ته پر لاره و.
له هغه وخت راپدیخوا تښتوونکیو د هغه کورنۍ ته د هغه د ځورونې ډېرې ویډیوګانې او غږیز پیغامونه استولي او یو اعشاریه دوه میلیون ډالر یې ترې غوښتي وه.
د هلک پلار وايي، درې ځلې د تښتوونکیو تر برید لاندې راغلی دی.
هغه زیاته کړې، چې په وروستۍ پېښه کې پرې څلور لاسي بمونه وغورځول شول، چې په دې برید یې پلار او ۱۲ خپلوان ټپیان شول.
د یادونې ده، چې عبدالرووف نومی په نهه کلنۍ کې تښتول شوی و او اوس د ۱۱ کلونو لرونکی دی.