تازه خبرونه

عبدالسلام حنفي د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې له ځانګړي استازي سره وکتل

د یادې خبرپاڼې له مخې؛ د اروپايي ټولنې استازي د نشه‌يي توکو پر ضد مبارزه، امنیت او د بېرته‌ راستانه شویو کډوالو مدیریت د اسلامي امارت لاسته راوړنې د بېلګې په توګه یاد کړي دي.

Published

on

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی ګیل برټران د یوه پلاوي پر مشرۍ تېره ورځ کابل ته راغلی او د رییس‌الوزراء له اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سره یې لیدلي دي.

د یادې خبرپاڼې له مخې؛ د اروپايي ټولنې استازي د نشه‌يي توکو پر ضد مبارزه، امنیت او د بېرته‌ راستانه شویو کډوالو مدیریت د اسلامي امارت لاسته راوړنې د بېلګې په توګه یاد کړي دي.

په دې لیدنه کې د اروپايي ټولنې استازي د بېرته راستانه شویو افغانانو د مرستې او همکارۍ لپاره د چمتووالي ډاډ څرګند کړ.

د هېواد اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د اروپايي ټولنې له مرستو مننه کړې او څرګندوي، چې اسلامي امارت غواړي د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره متوازنې، پر درناوي ولاړې، له لاسوهنې پاکې او اقتصاد محوره اړیکې ولري.

عبدالسلام حنفي زیاته کړې؛ نړیوال دې هم د افغانستان له ثبات او اقتصادي ودې ملاتړ وکړي.

ګیل برټران د توماس نیکلسون پر ځای د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي په توګه له ټاکل کېدو وروسته افغانستان ته لومړنی سفر کړی دی.

Trending

Exit mobile version