تازه خبرونه
عبدالسلام حنفي د یوناما له مرستیال سره د بشري ملاتړ پر اړتیاوو خبرې وکړې
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال د افغانستان لپاره په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو ټولنې د ځانګړي استازې مرستیال انډریکا راټوټ سره په کتنه کې څرګنده کړې، چې د ملګرو ملتونو او د نورو مرستندویه ادارو ماموریت د هېواد د هوساینې لپاره اړین دی.
د ریاست الوزراء د اداري مرستیالۍ له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې عبدالسلام حنفي له نوموړي سره په کتنه کې خلکو ته د بشري مرستو د ملاتړ پر غځېدا خبرې کړې دي.
د اداري مرستیالۍ د څرګندونو له مخې؛ انډریکا د افغانستان له وګړیو په ځانګړي توګه د هرات د زلزلې له قربانیانو او له بېلابېلو هېوادونو څخه راستنېدونکیو کډوالو ته د بشري مرستو د وېش په برخه کې د افغانستان اسلامي امارت له همکاریو مننه وکړه.
نوموړي د اسلامي امارت امنیت، د نشهیي توکو د قاچاق، سوداګرۍ او کارولو مخنیوی او د اداري فساد د له منځه وړلو له هڅو هرکلی وکړ.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازي مرستیال ویلي؛ د افغانستان له خلکو سره به د نړیوالې ټولنې بشري مرستې روانې وي او د افغانستان اسلامي امارت له چارواکو یې وغوښتل، چې د افغانستان مستحقو وګړو ته د دې مرستو په رسولو کې همکاري وکړي.
انډریکا دا یادونه هم وکړه، چې له ګاونډ هېوادونو څخه د مهاجرینو جبري ایستل د مهاجرت د نړیوالو قوانینو خلاف کار دی.
د ریاست الوزراء اداري مرستیالۍ څرګنده کړې، چې عبدالسلام حنفي د افغانستان له خلکو سره د نړیوالې ټولنې له بشري مرستو د مننې تر څنګ ویلي؛ له ګاونډ هېوادونو څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر د ټولو اصولو خلاف دی او د افغانستان اسلامي امارت مسوولین له نړیوالو موسسو او مرستندویه ادارو سره د بشري مرستو په رسولو کې همکاري کوي.
عبدالسلام حنفي د اړوند بنسټونو هڅې وستایلي او څرګندوي؛ هغه کار، چې ملګري ملتونه او مرستندویه بنسټونه یې په افغانستان کې ترسره کوي اړین دی.
ویل کیږي، چې اسلامي امارت د ملګرو ملتونو او نورو مرستندویه بنسټونو له بشردوستانه خدمتونو او مرستو رسولو هرکلی او ملاتړ کوي.