تازه خبرونه
عبدالغني برادر په ترکیه کې له افغان پانګوالو څخه د هېواد جوړولو غوښتنه وکړه
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر په ترکیه کې د میشتو افغان پانګوالو په کنفرانس کې له هغوی وغوښتل، چې د افغانستان په ودانولو کې ونډه واخلي، چې خلک د بهرنیانو له احتیاجه راووځي.
د هغې خبرپاڼې پر بنسټ، چې د شنبې پر ورځ (د زمري پر ۲۱ ) د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیالۍ له دفتره خپره شوې؛ راغلي، چې په تېرو ۲۰ كلونو كې د افغانانو، په ځانګړي توګه د سوداګرو او پانګوالو سر او مال خوندي نهو، خو د اسلامي امارت له بیا جوړېدو راپدیخوا امنیت راغلی او پانګوال په ډاډمنه فضا کې کار کوي.
هغه زیاته کړې، په افغانستان کې د واحد مرکزي سیستم له رامنځته کېدو سره نه یوازې افغانانو ته، بلکې د بهرنیانو لپاره هم د پانګونې زمینه برابره شوې، چې ښه بېلګه یې د هرات د غوریانو کان د استخراج په برخه کې د اروپايي او اسیایي پانګوالو ونډه ده.
هغه دا هم څرګنده کړې، چې د اقتصادي کمیسيون په غونډو کې د پانګوالو استازي ګډون کوي او په دولتي ادارو کې د سوداګريزو چارو د چټکتيا او د بيروکراسۍ د مخنيوي لپاره د ټولو وزارتونو او رياستونو د استازو په ګډون يوه کمیته جوړه شوې ده.
نوموړي ویلي؛ افغانستان له تعصب پرته د ټولو افغانانو ګډ کور دی او هر څوک يې د ابادۍ مسووليت لري. راځئ دا کور په ګډه جوړ کړو او ولس مو له ناورین او د پردیو له احتیاجه خلاص کړو.