تازه خبرونه
عبدالله او روحاني د سولې بهیر په اړه خبرې تر سره کړې
د ملي پخلاینې عالي شورا مشر د سیمه ییزو هېوادونو د مشرانو د ملاتړ تر لاسه کولو لپاره د دوشنبې پر ورځ د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره د افغانستان د سولې د روان بهیر او دوه اړخیزو همکاریو په اړه بحث او خبرې کړې دي.
عبدالله عبدالله د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره له کتنې وروسته څرګنده کړې: مونږ د افغانستان د سولې بهیر، په دوحه کې د روانو خبرو او دوه اړخیزو اړیکو په اړه نظرونه تبادله کړل.
داکتر عبدالله د سولې په اړه د ایران د ولسمشر له ملاتړه مننه کړې او وایي، چې ایران د ګاونډ په توګه کولی شي په افغانستان کې د سولې بهیر په پرمختګ کې ارزښتمن رول ولوبوي.
د ایران ایرنا خبري آژانس سره په خبرو کې عبدالله عبدالله ویلي؛ د افغانستان خلک د ټولو افغانانو لپاره تل پاتې او د منلو وړ سوله او همدارنګه په تېرو ۱۹ کلونو کې د لاسته راوړنو ساتنه غواړي.
هغه دا هم په ډاګه کړې، چې د سیمې هېوادونو ترمنځ همکاري کولی شي د سولې بهیر او روانو خبرو اترو ته وده ورکړي او بریالۍ پایله ترلاسه شي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د ګاونډ هېوادونو مرسته او ملاتړ زمونږ لپاره په سیمه ییزه او نړیواله کچه د مشورې لپاره ډېر ارزښت لري.
د ملي پخلاینې عالي شورا د رسنیو دفتر څرګنده کړې؛ داکتر عبدالله عبدالله او ورسره پلاوی یې سهار ایران ته له دوه ورخني سفره کابل ته راستانه شول. نوموړي په دې سفر کې د ایران له ولسمشر، بهرنیو چارو وزیر، د ولسي جرګې له مشر او نورو چارواکو سره د سولې د بهیر، د دوحې د خپلمنځي خبرو او دوه اړخیزو همکاریو په اړه بحث او خبرې کړې دي.
د یادونې ده، چې د سولې بهیر ته د سیمه ییزو هېوادونو د مشرانو د ملاتړ تر لاسه کولو په لړ کې د ملي پخلاینې عالی شورا مشر او ورسره پلاوي یې پاکستان او هند ته هم سفرونه تر سره کړي دي.
