تازه خبرونه

عبدالله: د خلکو نارضایتي مخ په زیاتیدو ده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ملي یوالي د حکومت اجرایي رییس وايی چې په بیلا بیلو برخو کې د خلکو نارضایتي مخ په زیاتیدو ده.

ده خبرداری ورکړ چې په حکومت د خلکو بې باوري به د حکومت نابودۍ ته لاره پرانیزي.

هغه په تیر حکومت نیوکه وکړه چې تروریزم ودې ته یې زمینه برابره کړې وه او له نړۍ سره یې د افغانستان اړیکې خړې پړې کړې دي.

دا لومړی ځل دی چې د ملي یوالي د حکومت اجرايي رييس په حکومت د خلکو د بې باوره کیدو او حکومت ته د ګواښ په هکله داسې بربنډې خبرې کوي.

د وزیرانو شورا غونډې ته هغه وویل چې خلکو په پوره علاقمندۍ د ملي یوالي د حکومت د جوړولو لپاره خولې توی کړي، خو اوس د حکومت له کار کړنو ناخوښ دي:

په ټولو برخو کې د خلکو نارضایتي مخ په زیاتېدو ده. موږ باید داسې کار ونه کړو چې د خلکو باور له لاسه ورکړو، ځکه چې د خلکو باور له لاسه ورکول، د کار د پای په معنا ده.

ده پخواني حکومت ته ګوته ونیوه چې د اوسني حکومت څخه د خلکو د ناخوښۍ ریښې د پخواني ولسمشر حامد کرزي له حکومت څخه سرچینه اخلي.

د وزیرانو شورا په غونډه کې ښاغلي عبدالله په دې اعتراف وکړ چې د حکومت د غلفت له کبله یې د تذرکرو د ویش ملي بهیر ځنډیدلي او د دغې ادراې زرو کار کوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړي دی.

ده وویل چې له ولسمشر سره تر سلا مشورو وروسته به په راتلونکې اونې کې په دې هکله خپله پریکړه وکړي.

 

Trending

Exit mobile version