تازه خبرونه
عبدالله د ولسي جرګي د کارله داوم څخه ملاتړ څرګند کړ
اجرایي رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د ولسي جرګي د کارله داوم څخه ملاتړ څرګند کړ او وايي چې ډیر ژر به د ټاکنو په نظام کې هم اصلاحات پیل شي.
نوموړی په هیواد کې د روستیو نا ا منیو په زیاتیدو خپله اندیښنه څرګنده کړې او د کورنیو چارو او ملي د فاع وزارت څخه يي وغوښتل چې د ناامنو د مخنیوي لپاره باید لاس په کار شی.
ښاغلی عبدالله اوسنی شرا یطو ته په کتو سره يي د ولسی جرګی د غړو د کارد وام مهم بولي او وایي:
” ولسي جرګه باید خپلو کارونو ته دوام ورکړي ترڅو په نظام کې قانون مندي را منځ ته شي. تر هغو چې ټاکنې تر سره کیږی، ډیر ژر به د ټاکنو په کمیسیون کې د اصلاحاتو لړۍ پیل شي.“
ښاغلي عبدالله وویل چې په وروستیو اونیو کې د هیواد په ځینو برخو کې ناامنیو زور اخستی او د ټولو د اندیښني لامل شوی.
“ د هیواد په ځینو ولایتونو کې ناامني زیاتې شوي؛ هیله لرم چې باید خپلو مسولیتونو ته متوجه شئ او د ناامنیو مخه ونیسئ.“
خبریال: اسلم حجاب