تازه خبرونه

عبدالله د پخلاینې عالي شورا د غړو د ټاکلو په هڅه کې دی

Published

on

عبدالله ته نږدې سرچینې وایي چې دی غواړي د پخلاینې عالي شورا په جوړښټ کې اغیزناکې څېرې راټولې کړي.

 د جوړجاړي د هوکړې تر لاسلیک او عبدالله ته د پخلاینې عالي شورا د مشرۍ تر سپارلو لس ورځې تیریږي، خو د دغې هوکړې لومړی پرېکړه لاهم نه دی عملي شوې؛ تراوسه د مصالحې شورا د تشکیل او برنامو په اړه خبر نشته او عبدالله هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

عبدالله قرلق، د جنبش ګوند مرستیال، وایي چې عبدالله نن سبا د یادې شورا د جوړښت په هڅو کې بوخت دې او غواړي چې اثرلرونکې څېرې دغه بنسټ ته وټاکي.

د هوکړې بله برخه په کابینه کې د اشرف غني او عبدالله پنځوس سلنه ونډه ده، په دې برخه کې هم دواړو لورو خپل کارونه نه دي ټکني کړي.

سیاسي شنونکی شهزاده مسعود ویلي چې د اختریزو رخصتیو وروسته باید ټول ګډونه کابینه جوړه شي.

ولسمشرۍ او د عبدالله دفتر نه غواړی د مصالحې شورا د جوړښت او د کابینې د غړو په اړه څه ووایي.

د پخلاینې عالي شورا خپلواکه بودجه او تشکیل لري، ترڅو د سولې په برخه کې ټولې برنامې مدیریت کړي، د مرکچي پلاوي کاري کرښې وټاکي او د سولې په اړه برنامه چمتو کړي. خو دا چې د سولې بهیر یو حساس پړاو ته داخل شوې، د پخلاینې عالي شورا په جوړېدو کې ځنډ د خلکو له نیوکو سره مخ دی.

Trending

Exit mobile version