تازه خبرونه

عبدالله د کورنیو چارو وزیر له ګوښه کولو سره مخالفت څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: کب ۳۰, ۱۳۹۹)

د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي د ګوښه کولو او د نوي سرپرست د ټاکلو له پرېکړې سره مخالفت په ډاګه کړی او څرګندوي، چې دا اقدام له ولسمشر غني سره له لاسلیک شوي سیاسي هوکړې سرغړونه ده.

عبدالله عبدالله زیاته کړې؛ په اوسني وضعیت کې دا پرېکړه د هېواد د ګټو خلاف ده او د منلو وړ نده.

نوموړيڅرګنده کړې؛ د مسعود اندرابي ګوښه کول او د سرپرست وزیر ټاکل یوه ګړندۍ او له غور پرته پرېکړه ده، چې هیڅ دلیل نلري.

ولسمشر غني د جمعې پر ورځ د هلمند پخواني والي حیات الله حیات د کورنیو چارو چارو او جنرال یاسین ضیا د دفاع وزارتونو لپاره د چارسمبالو په توګه وټاکل.

د ارګ په اعلامیه کې ویل شوي وه، چې په کورنیو چارو وزارت کې بدلونونه د امنیتي وضعیت د ښه والي او په وزارت کې د اصلاحاتو د رامنځته کیدو لپاره په نظر کې نیول شوي دي.

دغه راز د ملي امنیت شورا څرګنده کړې، چې جنرال ضیا به د دفاع وزیر اسدالله خالد تر راستنېدو پورې د دفاع سرپرست وزیر په توګه دنده ترسره کوي، چې دمګړۍ تر درملنې لاندې دی.

حسات الله حیات له دې مخکې د کندهار، هلمند او ننګرهار د والي په توګه دندې ترسره کړې. جنرال ضیا د ملي امنیت ریاست د رییس، د دفاع وزارت د معین او د اردو د لوی درستیز په توګه دندې ترسره کړې.

همدارنګه د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې پخوانی مشرجنرال ایوب سالنګي د کورنیو چارو وزارت د معین په توګه ټاکل شوی دی.

دغه ټاکنې په داسې حال کې تر سره کیږي، چې د هېواد په بهر کې د سولې هڅې چټکې شوي او په هېواد کې پوځي او سیاسي حالت د اندېښنې وړ دی.

Trending

Exit mobile version