تازه خبرونه

عبدالله عبدالله او حامد کرزي په کابل کې د طالبانو له سیاسي مشرانو سره وکتل

Published

on

(Last Updated On: زمری ۳۱, ۱۴۰۰)

عبدالله عبدالله او پخواني ولسمشر حامد کرزي د شنبې پر ورځ په کابل کې د طالبانو له سیاسي مشرانو سره پر روان وضعیت بحث خبرې کړې دي.

عبدالله عبدالله په خپله فیسبوک پاڼه کې په ډاګه کړې، چې شهاب الدین دلاور، عبدالسلام حنفي ، خیرالله خیرخاه او عبدالرحمن فدا  د دې ناستې ګډونوال ول.

عبدالله دا هم څرګنده کړې، چې په دې ناسته کې د جناب فضل هادي مسلمیار په ګډون یو شمېر قومي او سیاسي شخصیتونه هم حاضر ول او د افغانستان پر روانو حالاتو بحثونه تر سره شول.

هغه ټینګار کړی، چې خبرې د خلکو پر امنیت، ملي ارزښتونو درناوي او د بیرغ په ګډون ټولګډونه سیاسي بهیر راڅرخېدلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د فرهنګي کمیسیون مرستیال احمد الله وثیق کابل ته د ملا برادر د سفر پخلی کړی او وایي؛ د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر له یوه لوړ پوړي طالب پلاوي سره تېر ماښام له کندهار څخه پلازمېنې کابل ته رارسیدلی، چې د ټولګډونه حکومت پر جوړښت خبرې او سلا مشورې وکړي.

Trending

Exit mobile version