تازه خبرونه
عبدالله عبدالله: تر څو راتلونکو ورځو به نوې کابینه اعلام شي
د حکومت اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله هیله من دی چې ژر به نوې کابینه په کار پیل وکړي.
د نوې کابینې د جوړېدو لپاره د یوه ګمارل شوي کاري کمیسیون غړی هم وایي، د وزیرانو یوه ډله به د لندن تر ناستې ولسي جرګې ته معرفي شي. په همدې حال کې د ملي یووالي د حکومت یو با خبره سرچینه وایي، د جګپوړو دولتي چارواکو د ګمارلو لپاره یو لړ میعیارونه په پام کې نیول شوي دي.
په وروستیو کې یو دولس کسیز کمیسیون د نوې کابینې د جوړېدو لپاره د ولسمشر او اجراییه رئیس له خوا جوړ شوی چې د وزیرانو او خپلواکو ادارو د مسولینو په ټاکلو کې په یو لړ میعیارونو کار کړی دی.
د دې کمیسیون یوه غړي د نوم د نه ښودلو په شرط وویل، ولسمشر او اجراییه رئیس هڅه کوي چې د وزیرانو یوه ډله ولسي جرګې ته معرفي کړي څو د لندن په ناسته کې ګډون وکړي. دوی ښاي د کورنیوچارو، ملي دفاع، او ماليې وزارتونو لپاره کاندیدان وي.
په همدې حال کې اجراییه رئیس عبدالله عبدالله وایي، تر څو راتلونکو ورځو به نوې کابینه اعلام شي.
محمد ناطقي د ملي یووالي د حکومت یوه با خبره سرچینه وایي، د څو میعیارونو په سر کار روان دی. نوموړی هم وایي، ممکن کاندید وزایرن ډله ډله ولسي جرګې ته د باور د رایو د اخیستو لپاره وپیژندل شي.
مخکې له دې هم عبدالله عبدالله ته یوه نږدې کس آریانا نیوز ته ویلي وو چې ممکن تر شلو ورځو نوې کابینه معرفي شي.