تازه خبرونه
عبدالله عبدالله د افغان سولې پر بهیر د خبرو لپاره ایران سفر کړی
د افغانستان د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د یکشنبې پر سهار له کابل څخه تهران ته روان شو، چې د دغه هېواد له لوړ پوړیو چارواکو سره د سولې د بهیر په اړه خبرې وکړي.
د سیمې هېوادونو ته د سولې د ملاتړ د تر لاسه کولو لپاره نوموړي دا دی د پاکستان او هند له سفر وروسته ایران ته هم سفر وکړ.
د یکشنبې پر ورځ په یوه تویت کې عبدالله عبدالله څرګنده کړه، چې هغه به د افغانستان د سولې بهیر، د افغانستان د خپلمنځي خبرو، سیمه ییز ملاتړ او دوه اړخیزو مسلو په اړه له ایراني چارواکو سره اړوند نظرونه تبادله کړي.
نوموړي دا هم منلې، چې هغه به د ایران ولسمشر حسن روحاني او نورو لوړ پوړو چارواکو سره د سیمې او نړۍ د همکاریو په اړه هم وګوري.
د عبدالله لیدنه یوازې څو ورځې وروسته له هغې تر سره کیږي، چې د افغانستان لپاره د سولې استازي زلمي خلیلزاد د یوه ویبینار پرمهال په ډاګه کړه، چې د افغانستان د سولې د بهیر په اړه ایرانیان دوه اندونه لري؛ د ایران د بهرنیو چارو وزارت مثبتې خبرې کوي او داسې څرګندونې کوي، چې کیدای شي د سولې له بهیر ملاتړ وکړي، خو بیا یو شمېر نور بیا غواړي امریکا په جګړه کې ښکېله وساتي. ایران داسې بریښي، چې جګړه غواړي.
هغه زیاته کړې؛ د دې پرځای، چې د سولې بهیر بریالۍ شي، مونږ له ایران څخه غواړو … چې د سولې د ملاتړ لپاره په سیمه ییزو هڅو کې برخه واخلي.
د سیمې هېوادونو ته د عبدالله عبد الله د سفرونو لړۍ او لیدنې د سولې خبرو لپاره د سیمه ییز ملاتړ پر تر لاسه کولو راڅرخي.