سیمه ییز خبرونه

عبدالله عبدالله: د بګرام له زندان څخه د بندیاتو خلاصون سره به د ناامنیو پېښې پراخې شی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ولسمشريزو ټاكنو يو كانديد د بګرام له زندان څخه د اته اتيا بنديانو پر احتمالي خلاصون اندېښنه وښوده او ويي ويل، قضايي او عدلي بنسټونه بايد له دې كسانو څخه تر څېړنو وروسته پرېكړه وكړي.

د ولسمشريزو ټاكنو يو كانديد ډاكټرعبدالله عبدالله د بګرام زندان د اته اتيا بنديانو د خلاصون پر احتمالي پرېكړې اندېښنه ښكاره كړه.

ښاغلي عبدالله د دې زندانيانو د دوسيو د څېړنې په باب ګمارل شوې كمېټه يو ناسنجول شوى سياسي اقدام بولي.

د ښاغلي عبدالله دا څرګندونې په داسې حال كې بيانېږي، چې امريكا هم له افغان دولت څخه غوښتي، چې دغه اته اتيا بنديان له بګرام زندان څخه خوشې نه كړي.

امريكا دا بنديان د ائتلاف او افغان ځواكونو د لسګونو سرتېرو په وژلو كې ښكېل او د افغانستان د امنيت لپاره يو لوى ګواښ بولي.

د راتلونكو ولسمشريزو ټاكنو كانديد ډاكټر عبدالله عبدالله هم اندېښنه لري، چې د دې كسانو پر خلاصون سره به په هېواد كې ناكراري لا پسې پراخه شي.

خو د بګرام زندان د بنديانو د دوسيو ګمارل شوې كمېټه وايي، د دې بنديانو پر خلاف داسې شواهد او اسناد نشته، چې ودې ښيي دا كسان په ورانكارو كړنو كې ښكېل دي. كميټه همدارنګه وايي، ټاكل شوې  دا بنديان ژر آزاد شي.

Trending

Exit mobile version