تازه خبرونه
عبدالله عبدالله د تاجکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د سولې بهیر په اړه خبرې کړي
د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله تاجکستان ته له رارسیدو سره سم نن ( دوشنبه د مرغومي لومړۍ) د دې هېواد له لومړي وزیر قاهر رسول زاده سره وکتل.
عبدالله عبدالله دغه ګاونډ هېواد ته د یو پلاوي مشرۍ دوه ورځني رسمي سفر کړی، چې له حکومتي چارواکو سره به د سولې بهیر او اړوند اړیکو په اړه بحث او خبرې وکړي.
دا سفر د نوموړي د سیمه ییزو سفرونو یوه برخه ده او تر دې دمه یې د ترکیې، هند، پاکستان او ایران له حکومتي چارواکو سره بېلابېلې لیدنې کړې دي.
عبدالله په خپل یوه ټویټ کې څرګنده کړې، چې د دوشنبې پر ورځ غرمه مهال یې له رسول زودا سره رغنده ناسته درلوده.
نوموړي څرګنده کړې؛ مونږ د افغانستان د سولې بهیر، د سولې خبرو، د سولې لپاره د سیمه ییز ملاتړخپلولو او دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې. هغه ماته د خپل هېواد د سولې له هڅو څخه د بشپړ ملاتړ ډاډ راکړ.
له دې مخکې عبدالله د تاجکستان لپاره د ولسي جرګې له مشر محمد طاهر ذاکرزاده سره لیدلي دي.
عبدالله عبدالله ویلي؛ مونږ د افغانستان د سولې، تاجکستان او د سولې لپاره د سیمه ییز ملاتړ او دوه اړخیزو اړیکو په اړه نظرونه تبادله کړل.
ټاکل شوې، چې د افغانستان پلاوی به د دې هېواد له ولسمشر سره هم وګوري.