تازه خبرونه

عبدالله عبدالله د خپلو نوماندانو نوملړ ولسمشرۍ ته وسپاره

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۲۰, ۱۳۹۹)

په کابینه کې د داکتر عبدالله عبدالله د ونډې نوماند وزیرانو نوملړ ولسمشرۍ ماڼۍ ته رسیدلی دی او عبدالله ته نږدې سرچینې وايي، چې اوس هم د ملي پخلاینې عالي شورا له مشر سره د هغه ملګري د وروستي شوي نوملړ په اړه اختلاف لري.

د ملي پخلاینې عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله د کابینې نوماند وزیران له دوه میاشتو خبرو او مشورو وروسته ځانګړي او ولسمشرۍ ماڼۍ ته یې نوملړ استول شوی دی.

مسعود اندرابي د کورنیو چارو، فضل احمدي معنوي د عدلیې، انوارالحق احدي د کرنې، نور رحمان اخلاقي د کډوالو چارو، محب الله صمیم د قومونو او قبایلو چارو وزارتونو لپاره نوماند شوي دي.

مصطفی مستور د سولې په برخه کې د دولت وزارت، معصومه خاوري د مخابراتو، نثار احمد غوریاني د سوداګرۍ، منصور سعادت نادري د اقتصاد، بشیر احمد ته ینج د کار او ټولنیزو چارو، کنشکا ترکستاني د لوړو زدکړو، عباس بصیر د ترانسپورت او نجیب آقا فهیم د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت لپاره نومول شوي دي.  

داسې معلومات هم  تر لاسه شوي، چې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د نوماند وزیرانو له نوملړ سره د هغه متحدین مخالف دي.

عبدالله ته نږدې سرچینو ويلي، چې ملي جنبش ګوند په کابینه کې د درې وزارتونو غوښتنه کوي. په داسې حال کې، چې په نوملړ کې دوه وزارتونه ونډه ورکړ شوې ده.

دغو سرچینو څرګنده کړې، چې ملي جنبش ګوند، بشیر احمد ته ینج د کرنې ، قدرت الله ذکي د ترانسپورت او کنشکا ترکستاني د کډوالو چارو وزارت لپاره وړاندیز کړي وه.

ځينې نورې سرچینې بیا وايي، چې د نوماند وزیرانو د نوملړ په اړه هیڅ اختلاف نشته.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ویاند احمد شاه سقیم ویلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني د یوولس ولایتونو لپاره والیان معرفي کړي دي.

ولسمشرۍ او سپیدار ماڼیو تر اوسه د دغه نوملړ په اړه څه ندي ويلي.

Trending

Exit mobile version