تازه خبرونه

عبدالله عبدالله د سولې بهیر په اړه د بحث لپاره هند ته سفر کوي

Published

on

د افغانستان د ملي پخلاینې عالي شورا مشرعبدالله عبدالله هند ته د سفر په درشل کې دی او غواړي د هغه هېواد له مشرتابه سره د سولې د خبرو اترو د بهیر په اړه بحث او خبرې وکړي.

ویل کیږي، چې هغه به د سې شنبې پر ورځ د افغانستان د خبرو اترو څخه د ملاتړ په موخه  هند ته سفر وکړي.

هند او پاکستان له طالبانو سره د هر ډول جوړجاړي په اړه خپلې اندېښنې لري.

د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جیشنکار څه نا څه څلوراوونۍ مخکې په دوحه کې د افغانستان د خبرو اترو د پرانستلو د مراسمو په بهیر کې د سولې بهیر په اړه خپلې ځانګړې څرګندونې وړاندې کړې وې.

دیلي له افغانستان سره د خپلو دوامداره مرستو ژمنه کړې او لکه څنګه، چې جیشنکار ویلي؛ له افغانستان سره زمونږ ملګرتوب قوي او نه ماتیدونکی دی. مونږ تل ښه ګاونډیان یو او تل به همداسې وي. زمونږ تمه دا ده، چې د افغانستان خاوره باید هیڅکله د هند ضد فعالیتونو لپاره ونه کارول شي.

هند ته د عبدالله د پلان شوي سفر خبرونه له هغې ورځې راپورته شوي، چې پاکستان ته یې خپل درې ورځني رسمي سفر پیل کړ. د دغه سفر موخه د افغانستان له ختیځ ګاونډ پاکستان سره په اړیکو کې د نوي فصل پرانسته په ګوته شوې ده.

عبدالله ، چې په تېرو وختونو کې پر پاکستان سخت نیوکه کوونکی و او له طالبانو څخه یې پر ملاتړ تورناوه. اوس داسې بریښي، چې له اسلام آباد سره د ښو اړیکو د رامنځته کیدو لپاره لار اواره کړي.

هغه حتا په دوحه کې د سولې خپلمنځی خبرو د پرانستې پرمهال په خبرو کې د پاکستان هغه هغو هڅو مننه کړې وه، چې طالبان یې له حکومتي پلاوي سره خبرو ته چمتو کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، نن په ارګ کې داکترعبدالله عبدالله له ولسمشر اشرف غني سره په لیدنه کې پاکستان ته د خپل وروستي سفر په اړه خپل راپور وړاندې کړ او د سولې بهیر پر راتلونکیو هڅو یې ور سره بحث او خبرې کړې دي.

Trending

Exit mobile version