تازه خبرونه
عبدالله عبدالله: د لندن تر غونډې مخکې به د کابینې یو شمیر غړي معرفي کړو
عبدالله عبدالله: د لندن تر غونډې مخکې به د کابینې یو شمیر غړي معرفي کړو
د ملي یوالي د حکومت اجرایوي رییس وايي که د لندن تر غونډې مخکې د کابینې ځیني وزیران معرفي نه شي، په غونډه کې به د افغان پلاوي په حضور ناوړه اغیزه وکړي.
د اجرایوي رییس ویاند وايي کوښښونه روان دي چې د لندن تر غونډې مخکې د کابینې ځیني غړي معرفي شي.
کابل ته د امریکا د کانګرس شپږو غړو سفر کړی او له افغان چارواکو سره یې لیدلي دي. دوی له اجرایوي رییس ډاکتر عبدلله عبدالله سره د لیدنې په مهال د د راتلونکې کابینې په هکله هم خبرې کړي دي.
د اجرایوي رییس ویاند مجیب الرحمن رحیمي وايي چې ښاغلي عبدالله د امریکا د کانګرس غړو ته ویلي چې د غښتلې او وړ کابینې په جوړولو کې به خپلو هڅو ته دوام ورکړي او د لندن تر غونډې مخکې به د کابینې یو شمیر غړي معرفي کړي
د لندن په غونډه کې به افغان ولسمشر او اجرایوي رییس دواړه ګډون کوي. اجرایوي ریاست وايي د لندن په غونډه کې د وزارتونو د سرپرستانو ګډون به د افغان پلاوي په حضور ناوړه اغیز وکړي.
تر اوسه دواړو خواوو د کابینې د جوړښت په هکله د پرمختګونو په هکله خلکو ته ډاډ نه دی ورکړی.