تازه خبرونه
عبدالله عبدالله: د ملي یووالي په حکومت کې کار اهل کار ته سپارل کیږي
د هیواد اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله وایي؛ د ملي یووالي په حکومت کې به کار اهل کار ته وسپارل شي.
نوموړي د ترکمن د قوم له یو شمېر مشرانو سره په لیدنه کې ټینګار وکړ چې د حکومت په جوړښت، بیارغونه او په نورو مسایلو کې به عدالت ته پام کوي.
هغه همدا راز خبرداری ورکوي چې د ټولنیز عدالتتامین پرته په هیواد کې پرمختګ ناشونی دی.
د ترکمن قوم مشرانو سربیره پر دې چې د ملي یووالي حکومت د هیواد په ګټه یاد کړ، د دې قوم له ستونزو څخه هم یادونه وکړه.
په ورته وخت کې د هیواد اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله وایي؛ د ملي یووالی په حکومت کې کار اهل کار ته سپارل کیږي چې د هیواد په ټولو قومونو کې شته.
ښاغلی عبدالله همداراز ډاډ ورکوي د حکومتولۍ په ټولو برخو، په ځانګړې توګه د حکومت په جوړښت او بیارغونه کې به عدالت په پام کې ونیول شي او وايي چې د عدالت له ټینګښت پرته په هیواد کې پرمختګ ناشونی دی.
اجراییه رییس په تېر حکومت کې د هیواد د قومونو پر وړاندې له بې عدالتیو څخه نیوکه وکړه.
دا څرګندونې په داسې حال کیږي چې د کندز، جوزجان، فاریاب او بلخ ولایتونو یو شمېر مشران د عبدالله عبدالله کور ته ورغلي وو.