تازه خبرونه

عبدالله عبدالله: د کابل بانک د دوسیې په تړاو سیاسي چلند نه منو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د حکومت اجرایوي رییس وايي چې د ملي یوالي حکومت د هوکړې ټول مواد به بند په بند عملي کړي.
په ورته وخت کې، ښاغلي عبدالله د سمنګان ولایت له یو شمیرمخورو سره د لیدنې په ترڅ کې ټینګار وکړ چې د کابل بانک له دوسیې سره به هیڅکله هم سیاسي چلند ونکړي.
رپوټ :…………
داسې ښکاري چې د کابینې د جوړښت په هکله د ولسمشر او اجرايوي ريیس د استازو تر منځ د څوکیو د ویش خبرې اوږدې شوي دي.
د حکومتي چارواکو تر منځ د واک د ویش په هکله د نظر اختلافاتو ته په کتو د ملي یوالي د حکومت اجرایوي رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د سمنګانو ولایت له یو شمیر اوسیدونکو سره د خبرو په ترڅ کې وویل چې د ملي یوالي د حکومت د جوړښت په هکله د لاسلیک شوې هوکړې ټول مواد به بند په بند عملي کوي.
عبدالله عبدالله وایي، هوکړه لیک به له الف تر یا عملي کیږي، نو له همدې امله به په نږدې ورځو کې په دې اړه عملي ګامونه واخستل شي او په اړه پوره غور په کار دی.
نوموړي همدا راز سرپرست وزیرانو او والیانو ته هم د خبرداري په ډول وویل چې هیڅوک حتی د یوې شیبې له پاره هم د بې پروایي حق وه لري.
ښاغلی عبدالله عبدالله وايي چې د کابل بانک دوسیه به له سیاسي جوړجاړیو و ژغوري.
هغه هغه ټینګار کوي او وايي چې :”کله چي له فساد سره د مبارزي خبره کوو، کله چي د کابل بانک د دوسیي په اړه د تحقیق خبره کوو چې ټول وايو په دې اړه دې سمه پلټنه وشي؛ نو سیاسي چلند نه منو.”
دا په داسې حال کې ده چې د کابل بانک د اختلاس دوسیې استیناف محکمې د یوه حکم په صادرولو سره د ټولو تورنو شتمنۍ کنګل او د کابل بانک پخواني رییسان یې په لس لس کاله بند د ټولو اختلاس شویو پیسو په ورکړه محکوم کړل.

Trending

Exit mobile version