تازه خبرونه
عبدالله عبدالله له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له ژر وتلو خبرداری ورکړ
د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله ويلي، تر کرسمسه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د ولسمشر دونالد ترمپ څرګندونې د طالبانو په ګټه کېدلی شي.
عبدالله عبدالله فایننشل تایمز ته ویلي، چې د ولسمشرۍ د ټاکنو په درشل کې د امریکايي ځواکونو وتل اوس هم معلوم ندي او دلیل یې هم د دې هېواد ولسمشریزې ټاکنې یادې شوې دي.
عبدالله زیاته کړې: هیچا پدې اړه (وتلو) څه روښانه کړي ندي. طالبان فکر کوي، چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته به دوی د زور له لارې واک بیا خپل کړي … دوی ته دا د ځان په ګټه ښکاري.
دونالد ترمپ د رابرت او براین له هغه اعلان، چې راتلونکي کال به په افغانستان کې د امریکا سرتېري نیمایي او ۲۵۰۰ ته راکم شي؛ په ډاګه کړه، چې تر کرسمسه به ټول سرتېري وځي؛ تر دې دمه کوم امریکايي چارواکي د دغه توپیر په اړه څه ندي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د کړکېچ د نړیوالې ډلې شنونکي اندریو وتکینز فایننشل تایمز ته ویلي، چې د ترمپ څرګندونې پوره ښکاره ندي؛ ځکه، چې د ځواکونو بې وخته وتل د دوی راتلونکې بې ثباته او له افغانستان سره زمونږ اړیکې اغېزمنوي.