تازه خبرونه

عبدالله عبدالله په راتلونکیو ورځو کې پاکستان ته د سفر نیت کړی

Published

on

(Last Updated On: تله ۲, ۱۳۹۹)

د ملي پخلاینې عالي شورا په ډاګه کړې، چې عبدالله عبدالله به په راتلونکیو ورځو کې اسلام آباد ته له حکومتي چارواکو سره د کتنې او په افغانستان کې د سولې او پخلاینې د خبرو په اړه یو رسمي سفر تر سره کړي.

د ملي پخلاینې عالي شورا مشر د سې شنبې پر شپه به انلاین بڼه د امریکا د بهرنیو اړیکو شورا ته څرګنده کړې: مونږ تمه لرو، چې په دوحه کې خپلمنځي تاریخي خبرې د څلور لسیزو روانه جنګ او وینې تویول پای ته ورسوي.

هغه زیاته کړې: له بده مرغه په ​​ورته وخت کې، چې د سولې خبرې پیل شوي؛ ورسره سم په هېواد کې د تاوتریخوالي کچه هم لوړه شوې او دا د افغانستان خلکو ته د منلو وړ نده.

د ملي پخلاینې عالي شورا مشر دا هم ویلي؛ د افغانستان خلک تمه لري، چې په روان تاوتریخوالي کې د پام وړ کم او په هېواد کې یو بشری اوربند رامنځته شي.

عبدالله عبدالله څرګنده کړې: په افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې د ټولو هېوادونو په ګټه دی؛ ځکه، چې  د سیمې ټول هېوادونه د ترهګرو ډلو تر ګواښ لاندې وي.

هغه دا یادونه هم کړې، چې د نویو ارزښتونو په ځانګړي توګه د ښځو د حقونو، ټاکنو، د رسنیو آزادي او د مدني ټولنې ساتنه د سولې په خپلمنځی خبرو کې د حکومتي پلاوي اړین ارزښتونه دي.

د یادونې ده، چې دا له ۲۰۰۸ کال راپدیحوا پاکستان ته د عبدالله عبدالله لومړی سفر دی.

Trending

Exit mobile version