تازه خبرونه
عبدالله عبدالله: په یوې یا دوو ورځو کې به د کابینې یوه برخه معرفي شي
اجرایوي رییس وایي، د کابینې په جوړښت کار ښه روان دی او یوه یا دوه ورځې وروسته به نتیجه ورکړي.
په همدې حال کې ځینې سیاسي کارپوهان په دې باور دي چې د حکومت مشرتابه باید د یوې ځواب ویونکې کابینې د جوړېدو چاره د لندن د کنفرانس قرباني نه کړي.
ولسي جرګه هم ټینګار کوي چې په زیات احتمال سره به د همدې اوونۍ په لړ کې د کابینې ستره برخه معرفي شي.
د ملي یووالي د حکومت له جوړېدو دوه میاشتې تیریږي، ولسمشر غني د خپل کار په لومړیو ورځو کې ویلي و چې په پنځه څلویښت ورځو کې به کابینه معرفي کړي. بلخوا اجرایوي رییس خپلې پخوانۍ خبرې تکراروي او وایي، په یوې یا دوو ورځو کې به د کابینې یوه برخه معرفي شي.
ویل کیږي چې نوې کابینه کې به یوویشت وزارتونه وي او د اولسو وزارتونو په سر د ولسمشر او اجرایوي رییس تر منځ هوکړه شوې ده. د ولسي جرګې منشي وایي، د دوي په باور ټوله کابینه به یو ځل او په همدې اوونۍ کې معرفي نه شي.
خو په دې منځ کې یو شمېر کارپوهان ټینګار کوي چې باید د لندن کنفرانس د یوې کمزوره او بې کاره کابینې د معرفي کېدو سبب نه شي.
که څه هم داسې ویل کیږي چې په پیاوړي ګمان سره به ښایي د کابینې یوه ستره برخه د یکشنبې په ورځ ولسي جرګې ته معرفي شي.