تازه خبرونه

عبدالله عبدالله ځنې جهادي مشرانو ته خبرداری ورکړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ملي یووالي اجرايي رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي چې که هر سړی او هره ډله د افغانستان شرایط او ستونزې په پام کې ونه نیسي او ګامونه اوچت کړي، پایلې به یې د افغانستان لپاره ناوړه وي.

ښاغلي عبدالله وویل چې د مجاهدینو سرښندنې بابیزه نه دي ګڼل شوي او هره هغه هڅه به هم بې پایلې وي چې له صحنې څخه د مجاهدینو د ګوښه کولو لپاره تر سره شي.

نوموړي وویل چې همدا اوس د افغانستان په یو شمیر سیمو کې د جګړې او تازه دی او له افغانانو، په ځانګړې توګه له جهادي رهبرانو وغوښتل چې د هیواد د حالاتو د ښه کولو لپاره هڅې وکړي.

جهادي رهبر عبدالرب رسول سیاف د یکشنبې په ورځ وویل چې له ملت سره له تفاهم پرته له ګاونډیانو او نړیوالو سره په ستراتیژیکو اړیکو کې بدلون حرام دی او د دیکتاتورۍ بیلګه بلل کیږي. هغه په حکومت د سختو نیوکو تر څنګ وویل چې د حکومت په بدنه کې جاسوسان تر دې بریده زیات شوي چې د ملاعمر په نوم ټولې ویناوې او اعلامیې ولسمشرۍ ماڼۍ ته نږدې په وزیر محمد اکبر خان کې چمتو کیږي. هغه وویل چې له دې وروسته به مجاهدین تر یوه چتر لاندې راټول شي.

تر دې مخکې جهادي رهبر محمد اسماعیل ویلي و چې د کابینې پنځوس په سلو کې غړي چپیان او یا هم کمونیستان دي چې په وینا یې له دغه ‌ډول حکومت څخه د امنیت د ټینګښت تمه بې ځایه ده.

خبریال: فواد ناصري

Trending

Exit mobile version