تازه خبرونه

عبدالله پر خپلو ژمنو بیا ټینکار وکړ

Published

on

(Last Updated On: )

عبدالله عبدالله پراخ سمونونه، له فساد، بېوزلي، بې کاري او امنیتي ګواښونو سره مبارزه له خپلو جدي ژمنو بولي.

د دولت اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د هېواد د بیلابېلو سیمو له مشرانو، سره په لیدنه کېپه ټاکنیزو بنسټونو کې د پراخو سمونونو په را منځته کولو ټینګار وکړ او ویې ویل چې راتلونکې ټاکنې باید له ننګونو سره مخامخ نه وي.

نوموړي د بلخ، بدخشان، ننګرهار، کونړ، نورستان، لغمان او بدخشان ولایتونو له قومي مشرانو، سوداګرو او استازو سره د لیدو پر مهال وویل چې د کونړ په سرحدي سیمو د پاکستاني پوځیانو د توغندیزو بریدونو د درولو لپاره د پاکستان د لومړي وزیر د ملي امنیت له سلاکار سره چې سبا (یکشنبه د میزان ۲۷) کابل ته راځي خبرې کوي.

دی همدا راز وایي، په پنځو راتلونکو کلونو کې به زیاتې هڅې وشي څو ټولو ننګونو ته د پای ټکی کیښودل شي.

په دې لیدنه کې قومي مشرانو ناامني، بېوزلي، بې کاري او د قانون نه حاکمیت د عمده ننګونو په توګه یاد کړلاو د ملي یووالي له حکومت یې وغوښتل چې دا ننګونې پای ته ورسوي.

د حکومت اجراییه رئیس هم پراخ سمونونه، له فساد، بیوزلي، بې کاري او امنیتي ګواښونو سره مبارزه له خپلو جدي ژمنو څخه وبلل او په باور یې افغانستان په پنځو راتلونکو کلونو کې جدي کارونو ته اړتیا لري؛ خو په ټاکنیزو بنسټونو کې د سمونونو پیل یې په څو راتلونکو ورځو کې ژمنه وکړه.

ښاغلی عبدالله وایي، وروسته له دې به د هر افغان خبرې واورېدل شي او د حکومت او خلکو تر منځ رامنځته شوي واټن به له منځه یوسي؛ ځکه طالبانو تل له همدې واټه څخه ناوړه ګټه پورته کړې.

نوموړی زاتوي او وایي، تر څو چې افغانان له خپل حکومت څخه کلک ملاتړ ونه کړي، د سمونونو لپاره به هیڅ پروګرام بریالی نه شي.

Trending

Exit mobile version