تازه خبرونه
عبدالکریم متین د غزني د نوي والي په توګه دنده پیل کړه
د ملي وحدت حکومت لومړی مرستیال محمدخان، چې د غزني د نوي والي د دندې پیلولو مراسمو ته تلی؛ د دې ولایت پر روغتیایي، پوهنیزو او کرنېزو چارو اندېښنه وښوده او ژمنه یې وکړه، چې په اړوند برخو کې به د ستونزو د لیرې کولو له پاره ګټوره طرح جوړه کړي.
د غزني امنیه قومندان امین الله امرخېل په دې مراسمو کې په ډاګه کړه، چې د ډاډمن امنیت له پاره بشپړ ځواک نه لرو .
هغه د مرکزي حکومت چارواکي دغه ولایت ته په نه پاملرنه تورن کړل.
نوموړي له دولته وغوښتل، چې د غزني د پولیسو تشکیل ته دې لازمه پاملرنه راواړوي.
انجنیرمحمدخان معاون، چې دغه ولایت له هر اړخیزو ستونزو سره مخ ولید؛ نو د بشپړې پاملرنې ډاډ یې څرګند کړ.
د غزني د ولایتي شورا رییسحمیدالله نوروز د غزني د ټولو اوسیدونکیو له پاره د عدالت غوښتونکی شو.
نوي والي ښاغلي متین د ټولو ستونزو د لیرې کولو د ډاډ ترڅنګ د دې ولایت جاغوري ولسوالي فرهنګي او متمدنه ونوموله او دا یې هم وویل، چې داسې ولسوالۍ شته، چې د ترهګرو ځالې دي.
هغه زیاته کړې، چې د غزني ټول اوسیدونکي دې د ترورستانو د له منځه وړلو له پاره سره یو موټی شي.
سیمه ییزو چارواکو ټینګار کړی، چې غزني یو له زیانمنو ولایتونو څخه دی، چې ډېره پاملرنه غواړي.