تازه خبرونه

عبدالله عبدالله به ډېر ژر د ولسمشرۍ د لوړې مراسم تر سره کړي ـ ثبات او همپالنه

Published

on

(Last Updated On: کب ۴, ۱۳۹۸)

د ثبات او همپالنې ټیم یو لوړپوړي غړي آریانانیوز ته ویلي، چې ډېر ژر به داکتر عبدالله د لوړې مراسم پر ځای کړي.

د ثبات او همپالنې ټاکنډلې یو لوړپوړي غړي آریانانیوز ته ویلي، ښاغلي عبدالله د ټولشموله حکومت د ولسمشر په توګه د لوړې مراسمو ترسره کولو په موخه یو کمیسیون ګومارلی دی.

د ثبات او همپالنې ټاکنډلې لوړپوړي غړي فضل احمد معنوي زیاته کړې؛ کمیسیون ته دنده سپارل شوې، چې د دغو مراسمو ترسره کولو څرنګوالی مشخص کړي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د والیانو له معرفي وروسته به د سرپرست وزیرانو د معرفي کولو لړۍ هم پیل شي او له هغې وروسته به د داکتر عبدالله د لوړې مراسم پرځای شي. دا په داسې حال کې ده، چې په څو ولایتونو کې د والیانو ګومارنې په لړ کې دا دی د یکشنبې پر ورځ عبدالحی حیات د ثبات او همپالنې ډلې لخوا د جوزجان د ولایتي شورا رییس د دې ولایت د والي په توګه معرفي شو.

په ورته وخت کې د ثبات او همپالنې ډلې د کمپاین رییس علي احمد عثماني هم ادعا کړې، چې د یکشنبې پر ورځ د حامدکرزي نړیوال هوايي ډګر مسوولینو هڅه وکړه، چې هرات ته د ده د تګ مخه ونیسي.

عبدالله عبدالله تراوسه پنجشېر، سرپل، جوزجان او بغلان ولایتونو لپاره خپل والیان معرفي کړي دي. ملګرو ملتونو په افغانستان کې د دغو سیاسي ګډوډیو له کبله اندېښنه ښودلې او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم په جوزجان کې له جنرال عبدالرشید دوستم سره لیدلي او دغه راز یې د ثبات او همپالنې ټاکنډلې له نورو غړیو سره هم خبرې کړي، چې باور کیږي موخه یې د روانو ناندریو د مخنیوي په برخه کې منځګړیتوب وي.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر غني د پنجشنبي پر ورځ د کب ۸/ د فبرورۍ ۲۷ د لوړې مراسم پر ځاي کوي او په دې اړه ولسمشرۍ په یوه حکم کې د دولتي عالی کمیسیون د جوړیدو سپارښتنه هم کړې ده.

Trending

Exit mobile version