تازه خبرونه
عبدالله عبدالله پر ټولګډونه حکومت او ټاکنو د پایلو پر باطلیدو ټینګار کړی
عبدالله عبدالله او یارانو یې یوه طرحه چمتو کړې، چې په کې د سیاسي هوکړې پربنسټ له محمد اشرف غني سره د حکومت جوړولو غوښتنه کوي او وایي، ولسمشرۍ ټاکنو پایلې باید باطلې اعلان شي.
سپیدار ماڼۍ څرګندويګ تمه ده، چې ارګ د دې طرحې په منلو سیاسي کړکیچ پای ته ورسوي.
د عبدالله عبدالله ویاند امید میثم وایي: د ټاکنو له درغلۍ دکو او دروغجنو پایلو هېواد بحران ته وردننه کړی. له دې حالته د وتلو یوازنۍ لارسیاسي هوکړه ده او مونږ پر داسې طرحه کارکوو، چې ټولګډونه حکومت ترې راڅرګند شي.
ولسمشر اشرف غني ته نږدې سرچینې وایي؛ ښاغلی غني حاضر ندی، چې د ټاکنو پایلې باطلې او د سیاسي هوکړې پربنسټ حکومت جوړ شي.
ولسمشر غني لیواله دی، چې عبدالله عبدالله ته په واک کې له څلویښت تر پنځوس سلنه ونډه او د مصالحې شورا رهبري له ځانګړیو صلاحیتونو سره ورکړي؛ خو د ټاکنو له پایلو بهر له هرډول سیاسي هوکړې سره مخالف دی.
د پوهنتون استاد نصرالله ستانکزي ویلي؛ اوسمهال سیاسي اختلافونه ډېر زیانمن دي.
له بلې خوا ګلبدین حکمتیار د اشرف غني او عبدالله ترمنځ د واک د وېش پر سر د هرډول هوکړې له ناوړه پایلو خبرداری ورکړی دی.
د حزب اسلامي د رهبرۍ غړی فضل الهادي وزیر ویلي، چې مونږ د واک وطش لیدلی او که دا ځل بیا دا کار وښ؛ خلک به له دېرو نور بحرانونو سره مخ کړي.
د بحران نړیوالې ډلې هم په تازه راپور کې څرګنده کړې، چې د افغانستان حکومت له کورنیو اختلافاتو او د همغږۍ له نشتوالي سره مخ او د وسلوالو مخالفانو هڅط هم ډېر شوې دي. دوی په ډاګه کړې، چې که دا لانجه حل نشي؛ د کورنیو جګړو او ناامنیو د ډېروالي خطر به نور هم ډېر شي.
