تازه خبرونه

عبدالله عبدالله د اندونیزیا له ولسمشر سره ولیدل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د سولې په هلو ځلو کې د امریکا د بهرنیوچارو وزارت استازی زلمی خلیلزاد سولې ته د زمینې رامنځته کولو لپاره افغانستان، پاکستان، متحده عربي امارات، قطر او سعودي عربستان ته سفر کوي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت اعلام کړې؛ د زلمي خلیلزاد موخه له دغو سفرونو داده، چې د سولې نړیوالې هلې ځلې همغږې کړي او طالبان د سولې او خبرو میز ته وهڅوي.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ نوموړی د افغانستان له حکومت سره په همغږۍ کې غواړي، چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د بېلابېلو هېوادونو له هڅو د حل یوه منل شوې لار رامنځته کړي.

Trending

Exit mobile version