تازه خبرونه

عبدالله دې بیا ځلې له بخت آزمایلو تېر شي- اسماعیل خان

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د جمعیت اسلامي ګوند غړی محمد اسماعیل خان پر داکتر عبدالله عبدالله غږ کړی، چې د ګوند د پرېکړې له مخې دې د راتلونکیو ولسمشریزو ټاکنو په اړه پرېکړه وکړي.

ولسمشریزو ټاکنو ته د ډلبندیو د پیل په درشل کې د جمعیت اسلامي ګوند غړي محمد اسماعیل خان د ملي وحدت حکومت پر اجرائيه رييس داکتر عبدالله عبدالله غږ کړی، چې خپل دریځ روښانه کړي او له جمعیت اسلامي ګوند سره دې حرکت وکړي.

هغه پر ښاغلي عبدالله نیوکه کوي، چې له خلکو سره سلا مشورې نکوي.

د اسماعیل خان په باور داکتر عبدالله عبدالله درې ځله په ولسمشریزو ټاکنو کې بخت آزمویلی دی. ښه به داوي، چې له جمعیت سره په ګډه تر یوه چتر لاندې حرکت وکړي.

اسماعیل خان له آریانا نیوز سره په ځانکړیو خبرو کې وویل، چې د ملي وحدت حکومت وړکتون ته ورته دی، چې چارواکي یې پوره تجربه نلري.

اسماعیل خان په دې باور دی، چې ګواکې ملي وحدت حکومت؛ ځکه ناکام دی، چې مجاهدین یې څنډې ته کړي دي.

Trending

Exit mobile version