تازه خبرونه

عبدالله عبدالله د رڼو او آزادو ټاکنو پر تر سره کولو ټینګار څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ولسمشریزو ټاکنو نوماند عبد الله عبدالله هرات ولایت ته د ټاکنیزو هڅو پر مهال خپلو پلویانو ته د رڼو او آزادو ټاکنو پر تر سره کولو ټینګار کړی دی.

 ښاغلي عبدالله ویلي؛ ټاکنې باید له درغلۍ پرته رڼې او آزادې تر سره شي.

دغه راز د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې ګواښ کړی، لچې د هر راز ټاکنیزې درغلۍ پر وړاندې به ډا ډله دریږي.

داکتر عبدالله زیاته کړې، چې د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله په ولسمشریزو ټاکنو کې د خلکو د ملاتړ له مخې بریالۍ ده.

هغه دغه راز ویلي، چې حکومتي ډلې تر تېرې جمعې دلته ټاکنیزې هڅې تر سره کولې؛ لږ درس دې واخلي. هغه خلک، چې پر ارزښتونو باوري دي تاسې یې پر ګواښ او دروغجنو بهانو خپلولی نشئ.

نوموړي ټینګار کړی، چې په ارګ یو شمېر کړیو هڅې پیل کړي، چې ټاکنې د حاکمې ډلې په ګټه راوڅرخوي.

د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې مشر دا هم ویلي، چې یو شمېر ولسوالۍ په لوی لاس دښمن ته سپارل شوي، چې زمونږ په ګټه ټڼاکنې په کې تر سره نشي.

د تلې د شپږمې په رانږدې کیدو په هرات کې ټاکنیزو هڅو هم زور اخیستی دی.

د هرات اوسیدونکي په دې باور دي، چې په تېرو ټاکنو کې پراخې درغلۍ پر دغه بهیر خلک بې باوره کړي دي.

خبریال: فواد احمدی

Trending

Exit mobile version