تازه خبرونه
عبدالله د ټاکنو د معلوماتو کمیسیون د مشر (قوم او مذهب) ته سپکاوی کړی-یوناما
د یوناما د لیک په یوه برخه کې راغلي؛ د ناستې په بهیر کې، چې د ملګرو ملتونو تخنیکي سلاکاران او نړیوالو کمیشنرانو حضور درلود؛ مولانا عبدالله د ټاکنو کمیسیون د معلوماتو رییس پر مرګ وګواښه، مذهب او قومیت ته یې هم سپکاوی وکړ. د ملګرو ملتونو ټولنه د مولانا عبدالله دغه کړنه د منلو وړ نه بولي.
مولانا عبدالله ویلي؛ هغو کسانو، چې د ملګرو ملتونو سازمان ته غلط معلومات ورکړي پر وړاندې به یې شکایت وکړې.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمیشنر مولانا عبدالله دا تورونه ردوي او وایي، چې یوناما د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته یو لیک سپارلی، چې د منځپانګې له مخې یې ګنې ما د چا (مذهب یا ملیت یا کورنۍ) ته سپکاوی کړی. زه د ځان په اړه دا خبرې ردوم او پوره دروغ دي.
د ټاکنو کمیسیون دا کمیشنر له یوناما غواړي، چې په سمو معلوماتو ډېر تم شي او ناسم اطلاعات، چې ورته د ځینو لخوا رسیږي؛ ترې ډډه وکړي.
د یادونې ده، چې د اړوند کمیسیون د معلوماتو رییس بشیر علي تر دې دمه د دغو څرګندونو په اړه څه ندي ویلي.