تازه خبرونه

عثماني: د هیواد برښنایي سیستم ناروغه دی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د اوبو او بریښنا وزیر علي احمد عثماني ټينګار کوي چېمدیریتي ستونزې به حل کړي او د خپلو ادارو تر منځ اړیکي به غښتلې ګړي.

هغه وایي د امنیتي ستونزو له کبله ځیني پروژې ځنډیدلي او د ځینو نورو کار دریدلی دی.

د اوبو او بریښنا وزارت وایي چې، د هیواد بریښنا ناروغه دی او د ارزونې لپاره به دوی په وزارت کې د ارزونې سیسټم او په بهر کې هم د کمپنۍ له خوا ارزونې وکړي.

هغه همداراز وایي چې په وزارت کې ۶۵ سلنه بستونه خالي دي.

د افغانستان بریښنا ناروغه ده؛ له مدیریتي اړخه ناروغه ده. دا ناروغي هم په وزارت او هم برښنا کې شتون لري. موږ به په برښنا کې د مدیریتي ستونزو د حل په پار طرحې وړاندې کړو.

ښاغلی عثماني د خپل د سلو ورځو کاري پلان د تشریح په مهال وویل؛د امنیت نشتون، د بودیجې کموالۍ، د وزارت له خوا کمزوري، د ځمکو استملاک او یو لړ نورې ستونزې د دې وزارت د ځینو پروژو د کارونو د ځنډیدل او یا هم د دریدل لامل ګرځیدلي.

دی وایي د بندونو د جوړولو په موخه یې ۱۷۹ پروژې په لاس کې نیولي.

دا په داسې حال کې ده چې د اوبو او بریښنا وزرات تر اوسه د دغو ستونزو د له منځه وړلو لپاره ماسټر پلان نه لري.

د دې وزارت په پخواني ماسټر پلان کې د کور دننې بریښنا په پام کې نه وو نیول شوې او تل د ګاونډیو هیوادونو بریښنا لکه ترکمنستان هیواد په پام کې نیول شوي وو؛ خو اوس به کورنۍ بریښنا ته هم پام را اړوي.

خبریاله: نبیله حفیظي

Trending

Exit mobile version