تازه خبرونه

عدلیې او له نشه یي توکو سره د مبارزې وزیران پخپلو دندو پاتې شول

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د عدلیې او له نشه یي توکو سره د مبارزې وزیران د ولسي جرګې له استیضاحیه غونډې بریالي را ووتل.

د دوشنبې پر ورځ ولسي جرګې د عدلیې وزیر او له نشه يي توکو سره د مبارزې وزیره د پرمختیايي بودجې په لګښت کې د پاتې راتلو له کبله استیضاح شول.

د ولسي جرګې د مالي چارو او بودجې کمیسیون رییس محمد عظیم حسیني وايي؛ دغه وزیران ندي توانیدلي، چې اویا په سلو کې پرمختیايي بودجه ولګوي.

د ولسي جرګې ريیس عبدالرووف ابراهیمي وايي، چې وزیران د تربګنیو له مخې نه، بلکې د قانوني واکونو له مخې استیضاح کوو.  

استیضاح شوي وزیر عبدالبصیر انور وویل، چې د پیچلي بهیر له کبله یې پرمختیايي پروژې نه دي عملي شوي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ که نړیوال بانک، چې د څو اختیاري پروژو تمویلوونکی دی د دې وزارت پروژې راکمې کړې نوای مونږ به اوس د خپلې بودجې ۷۰ اعشاریه پېنځه په سلو کې لګولې وای.  

له نشه يي توکو سره د مبارزې وزیره سلامت عظیمي وایي: د ولسمشر د فرمان له مخې ښارجوړولو وزارت ته د ورسپارل شویو پروژ و کارونه نه یوازې بشپړ نشول، بلکې تدارکاتي بهیر یې اوس هم پوره شوی ندی. په همدې لامل د پروژو کارونه ټکني او ځنډني پاتې شول.  

د جرګې غړیو استیضاح شويو وزیرانو ته صندقونه کیښودل، چې د عدلیې وزیر اووه شپېته تائيد او اته پنځوس رد رایې تر لاسه کړې، چې له دې سره پخپله څوکۍ پاتې شو او له نشه يي توکو سره د مبارزې وزیرې اووه شپېته تائيد او دوه شپېته رد رایې تر لاسه کړې، چې نوموړې هم پخپله دنده پاتې شوه.

Trending

Exit mobile version