سیمه ییز خبرونه

عراق له افغان چارواكو څخه د امنيتي تړون د لاسليك غوښتنه وكړه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د عراق د بهرنيو چارو وزير هوشيار زيباري، چې كابل ته په يو سفر راغلى وايي، په افغانستان كې د څه نور وخت لپاره د امريكايي ځواكونو شتون ته اړتيا ليدل كيږي.

نوموړي ټينگار كړى، چې افغانستان بايد د امنيتي تړون په لاسليك كې د  عراق له تجربې گټه پورته كړي.

لكه څنگه، چې ښكاري ښاغلى زيباري افغانستان ته د مشورې وركولو لپاره راغلى نه دى، بلكې نوموړي دې هېواد ته د يو هوكړه ليك د لاسليك په موخه سفر كړى، چې له مخې به يې د افغانان وكولى شي د عراق له زيارتونو ليدنه وكړي.

د هوكړه  ليك له لاسليك وړاندې ښاغلي زيباري له افغان ولسمشر سره په ارگ كې له نژدې خبرې اترې هم كړې دي.

دا په داسې حال كې ده، چې افغان ولسمشر د دغه تړون لاسليك ته يو لړ شرطونه ايښسي  او د مشرانو جرگي رييس فضل الهادی مسلمیار يې له لاسليك سره مخالف دى.

په تېرو دولس كلونو كې د عراقي چارواكو دا لومړنى سفر دى، چې افغانستان ته تر سره كيږي.

د يادونې وړ ده، چې له عراق څخه د امريكايي ځواكونو له وتو وروسته تر دې دمه دغه هېواد امنيتي ثبات نه لري او هره ورځ په كې جنگي تاوتريخوالى رامنځته كيږي.

Trending

Exit mobile version