سیمه ییز خبرونه

عربان غواړي د ښکار په پلمه د ولسمشرۍ د خپلې خوښې نوماند سره ناسته ولاړه ولري

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان د مشرانو جرګې يو شمېر غړي وايي، ځينې بهرنيان هېواد ته د ژويو د ښكار په پلمه را ځي، خو غواړي د ولسمشرۍ د ټاكنو په بهير كې د خپلې خوښې وړ نوماند په ګټه لاسوهنه وكړي.

افغانستان ته د بهرنيانو راتګ په دې وروستيو كلونو كې يوه عادي مسئله ګرځېدلې، خو په دې وروستيو كې وېل كېږي، چې د هېواد لوېديځو ولايتونو ته يو شمېر عرب سوداګر په دې موخه راغلي، چې يو ډول مرغان او ژوي، چې لږ پېدا كېږي ښكار كړي.

په دې موضوع محمد علم ايزديار د مشرانو جرګې مرستيال او ګل احمد عظيمي د مشرانو جرګې غړي هم تند غبرګون ښيي او وايي، د ژويو ښكار يو غېرقانوني عمل دى او بهرنيان هم د افغانستان له قوانينو سرغړونه كوي.

بلخوا د مشرانو جرګې غړي محمود دانشجو او ليلما احمدي ښكار د عربانو يوه پلمه ګڼي او وايي، دوى غواړي د ولسمشرۍ د خپلې خوښې نوماند سره ناستې ولاړې ولري.

خو د بهرنيو چارو وزارت ویاند جانان موسی زی بيا د دغه عرب ښكاريوانو په اړه بي خبري ښيي او وايي، چي په اړه به یی څېړنه وكړي.

دا په داسي حال كي ده، چي په مشرانو جرګه كې د سويل لوېديځو ولايتونو استازي وايي،  چې دغه ولايت ته  له څو اوونيو راپدېخوا يو شمېر عرب سوداګر  ليدل شوي، چې وېل كېږي د ژويو د ښكار په موخه راغلي دي.

Trending

Exit mobile version