سیمه ییز خبرونه

عربستان به له وسله والو طالبانو سره د سولې په بهير كې پرېكنده رول ولري

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د سولې عالي شورا د افغان دولت او وسله والو مخالفينو ترمنځ د سولې په خبرو كې د سعودي عربستان رول مثبت گڼي.

د دغې شورا د چارواكو په باور:

سعودې عربستان په پاكستان كې ډېرنفوذ لري؛ نو كولى شي، چې د سولې خبرو ته د وسله والو طالبانو د مشرانو د چمتو كولو په برخه كې پرپاكستان فشار راوړي.

بل خوا يو شمېرافغان سياسي كارپوهان په داسې حال كې، چې د سعودي عربستان رول مثبت گڼي؛ خو زياتوي:

كه سعودي عربستان وغواړي، چې د افغانستان د سولې په خبرو كې گډون وكړي؛ نو د پاكستان د گټو له مخې به په دغه بهير كې ورگډ يږي.

سعودي عربستان په نړۍ كې له هغو درې هېوادونو څخه يو دى، چې د وسله والو طالبانو رژيم يې په رسميت پېژندلى و او له دغه رژيم سره يې ډېرې مالي مرستې هم وكړې. له هغې ورسته، چې د سولې بهير پيل شو، افغان ولسمشر او د افغانستان د سولې عالي شورا څو واره له سعودي عربستان څخه وغوښتل، چې د افغان دولت له وسله والو مخالفينو سره د سولې د خبرو د زمينې په برابرولو كې له افغان دولت سره مرسته وكړي. د افغانستان د سولې عالي شورا د نړيوالو چارو سلاكار اسماعيل قاسميار په خپلو وروستيو څرگندونو كې د سعودي عربستان رول مثبت گڼلى او زياته كړې يې ده، چې:

د سعودي عربستان لوى مفتي له خوا د ځانمرگو بريدونو حرام  بلل ښيي، چې دغه هېواد د افغانستان د سولې په خبرو كې گډون ته ليواله دى.

بل خوا افغان ليكوال او سياسي كارپوه محمد كرام انديشمند وايي:

سعودي عربستان يو له هغو هېوادونو څخه دى، چې په تېرو څو لسيزو كې د افغانستان په جگړه كې ښكېل و او په افغانستان كې د سولې د راوستو په برخه كې هم گټور تماميداى شي.

انديشمند په داسې حال كې، چې د سعودي عربستان رول گټوربولي؛ خو زياتوي:

كه دغه هېواد د افغانستان د سولې په خبرو كې گډون كوي؛ نو د پاكستان گټو ته به ډېره پاملرنه كوي.

له همدې سره د سولې عالي شورا وايي، چې:

د روان زېږديزكال د نومبرمياشتې په نيمايي كې به د دغې شورا يو پلاوى پاكستان ته كاري سفر وكړي او دا ځل به هڅه وشي، چې له پاكستانيو چارواكو سره د دوى د خبرو اترو پايله يوازې ژمنې نه وي، بلكې دا ځل ځانگړى ميكانيزم او هوكړه ليكونه لاسليك شي.

Trending

Exit mobile version