سیمه ییز خبرونه
عربستان له شانګهای ټولنې سره د یوځای کېدو پرېکړه وکړه
(Last Updated On: وری ۱۰, ۱۴۰۲)
سعودي عربستان د چارشنبې پر ورځ ( د وري ۹) له شانګهای هېوادونو سره د یوځای کیدو پرېکړه په داسې حال کې کړې، چې ریاض له چین سره اوږد مهاله اړیکو ته دانګلي دي.
د عربستان رسمي رسنۍ واس څرګنده کړې، چې د دولت کابینې یو هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې دې شاهي هېواد ته په شانګهای همکاریو ټولنه کې د خبرو ونډه وربښي.
د شانګهای همکاریو ټولنه یو سیاسي او امنیتي بنسټ دی، چې په ۲۰۰۱ ز. کال کې د چین، روسیې او د منځنۍ آسیا هېوادونو لخوا رامنځ ته شو او وروسته بیا هند او پاکستان هم په کې ننوتل.
د دې ټولنې د جوړېدو هدف په سیمه کې د لویدیځ له نفوذ سره د تعادل رامنځته کول دي.
ایران هم تېر کال په دې ټولنه کې د غړیتوب سند لاسلیک کړ.
دې ټولنې په نږدې راتلونکي کې د تروریزم پر ضد د ګډو روزنیزو هڅو د پیلولو پرېکړه کړې، چې امریکا یې له امنیتي اندېښنو سره مخ کړې ده.