نړۍ
عربي متحده اماراتو پر ناواکسین شویو وګړیو د سفر بندیز ولګاوه
د عربي متحده اماراتو دولتي خبري سرچینې ډبلیو ای ام د شنبې پر ورځ په دې هېواد کې له سفري محدودیتونو خبر ورکړ.
سرچینې د بهرنیو چارو وزارت او د ملي بېړني ناورین او بحران مدیریت ادارې د څرګندونو له مخې راپور ورکړ، چې د جنورۍ له ۱۰ به بهر ته د ناواکسین شويو وګړيو بهر وځنډيږي.
په راپور کې راغلي؛ هغه وګړي به هم پرته له تقویتي واکسینه د سفر کولو وړتیا ونلري، چې بشپړ واکسین شوي هم وي.
رویټرز راپور ورکړی، چې دغه بندیز به پر هغو کسانو نه پلي کیږي، چې طبي یا بشري معافیت ولري.
