نړۍ

عربي متحده امارات به د ګرځندوی ویزو صادرول بیا پیل کړي

Published

on

(Last Updated On: وږی ۷, ۱۴۰۰)

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ عربي متحده امارات به د اګست له ۳۰ وروسته هغو کسانو ته د ګرځندوی او سیاحت ویزو ورکول بیا پیل کړي، چې کرونا واکسین یې ترلاسه کړی دی.

رویټرز زیاته کړې، چې دا پرېکړه د یو شمېر هغو هېوادونو پر وګړیو هم پلي کیږي، چې مخکې عربي متحده اماراتو ته له ننوتلو منع شوي وه.

متحده عربي اماراتو له دې مخکې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره پر یو شمېرهېوادونو محدودیتونه وضع کړي وه او عربي متحده اماراتو ته ورتلونکيو مسافرو کرونا واکسین ترلاسه کول.

دا په داسې حال کې ده، چې عربي متحده اماراتو پرون شنبه د وږي پر۶  د کرونا ویروس ۷۱۵ زره ۳۹۴ مثبتې پېښې ثبت کړې وي او پر کرونا ویروس  اخته ۲ زره ۳۶ ناروغان مړه شوي دي.

Trending

Exit mobile version