تازه خبرونه
عزیزالله آریافر: هڅه کوو، چې رسېدلي شکایتونه تر چهارشنبې پورې په جدي ډول وڅېړل شي
د ټاكنيزو شكايتونوكميسيون به تر دوو راتلونكو ورځو پورې د ټاكنيزو شكايتونو په تړاو د خپلو څېړنو او پرېكړو اعلان وكړي. د دې كميسيون يوه غړي ويلي، هڅه كوي، چې رسېدلي شكايتونه تر چهارشنبې (د غویي ۱۷) پورې په جدي ډول وڅېړل شي.
نوبت شمال ختيځو ولايتونو ته ورسېد، دلته د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون د بغلان، بدخشان، تخار او كندز ولايتونو ۷۵مورده شكايتونه ثبت كړي دي، چې څېړل كېږي.
زيات دا شكايتونه د صندوقونو د ډكولو او د يوه مشخص كانديد په ګټه د رايو وركوونكو د ګواښلو په باب دي.
لومړى د بدخشان اتلسو شكايتونو ته رسيدګي كېږي. د دې شكايتونو د څېړنې پر مهال د ټاكنيزو شكايتونو د كميسيون كمېشنر عزيزالله آريافرزياتره نيوكې او تورونه د ټاكنو پر خپلواك كميسيون كوي.
له كندز څخه شل شكايتونه دلته رسېدلي، خو د ولسمشرۍ د كانديدانو تر منځ زيات بحث نه كېږي. د تخار د ۱۵ شكايتونو څېړنه هم روانه ده، چې پرې بحثونه وشول.
زيات شكايتونه بغلان پورې تړاو لري. د ځينو شكايتونو په باب تصويرونه هم شته، چې د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون ته رسېدلي دي.
د دې څېړنو پر مهال د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون له هغو شكايتونو سره هم مخامخ شوى، چۍ څېړنه يي د دې كميسيون كار نه دى، او بايد لويه څارنوالۍ ورته رسيدګي وكړي.
د همدې څېړنو له مخې، ځينې صندوقونه په ناقانونه ډول بيا شمېرل شوي او يا قرنطين شوي دي.
د دې څېړنو په اعلام سره به مشخصه شي، چې آيا ټاكنې دويم پړاو ته ځي او كه نه.
د هرې ورځې په تېرېدو سره د ټاكنيزو شكايتونو څېړنه زياتېږي، ټاكل شوې د چهارشنبې په ورځ له شمال، سويل او ختيځو ولايتونو رسېدلي شګايتونه وڅېړل شي.
د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون د ټاكنو له خپلواك كميسيون غواړي، چې ژر د ۴۴۴شكمنو محلونو په باب خپله پرېكړه دوی ته وړاندي كړي.