سوداگري
عشقآباد د افغان – ترکمن سوداګریز نندارتون کوربه دی
(Last Updated On: کب ۱۶, ۱۴۰۲)
د ترکمنستان په عشقآباد کې د افغان – ترکمن سوداګريز نندارتون جوړ او د افغان صنعتکارانو توکي نندارې ته وړاندې کېږي.
د ټرینډ خبري اژانس راپور ورکړی، چې د دواړو هېوادونو سوداګر د نندارتون په چوکاټ کې خبرې اترې کوي.
د ترکمنستان سوداګرۍ او صنایعو خونې د څرګندونو له مخې؛ دغه نندارتون به د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د دوه اړخیزو سوداګریزو او اقتصادي همکاریو د پراختیا، د سوداګریزو راکړو ورکړو د زیاتوالي او له افغان شرکتونو سره د سوداګریزو همکاریو پراختیا ته زمینه برابره کړي.
ویل کیږي، د دې نندارتون د پرانستې په مراسمو کې د دواړو هېوادونو د مسوولینو او خصوصي سکتور ترڅنګ د څلوېښت نوروهېوادونو استازو هم ګډون کړی دی.